د څېړنیزو مقالو علمي سیمینار عمومي راپور
نېټه: ۱۴۰۳ /۰۸/۱۲
د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې، حقوق او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء څانګې استاذانو د څېړنیزې مقالې پاېلې وړاندې کړې!
مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي غونډو په تالار کې د حقوق او سیاسي علومو د قضاء او څارنوالۍ څانګې دوه تنو استاذانو هر یو استاذ محمّد قسیم شیرزاد او استاذ روښان نورین د مستقبل علمي او څېړنیز مجلې د مقالو لارښود په چوکاټ کې خپلې لیکل شوې مقالې ارایه کړې او په پاې کې د ګډونوالو د مقالې اړوند پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د یادولو وړده چې نوموړې علمي سیمینار د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې علمي معاونیت او د ګډون والو لخوا مثبت وارزول شو او په پای کې د شرعیاتو پوهنځي استاذ، ښاغلی محمّد بهادر حنیف لخوا د دعائیه ویلو سره پاې ته ورسېد.
مستقبل؛ د ځلانده راتلونکې پر لور!
په درنښت
د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی ریاست

