د څېړنې اصول او میتودولوژی تر عنوان لاندې د تحقیقاتو آمر له لوري استاذانو ته درې ورځینۍ علمي سیمینار وړاندې شو!
د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې د تحقیقاتو آمریت له لوري (د څېړنې اصول او میتودولوژي) تر عنوان لاندې علمي سیمینار وړاندې شو، چې پکې د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې د پوهنتون رئیس ښاغلی دوکتور پوهندوی دوکتور شفیق الله امین، علمي چارو مرستیال محترم استاذ نجیب الله نصرت، یو شمېر اداري کارمندانو او استاذانو ګډون کړی وه.
غونډه د قرآن عظيم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې رئیس پوهندوی دوکتور شفیق الله امین د غونډې د پرانیستې وینا کړه. نوموړي د څېړنې اهمیت بیان کړ، هغه زیاته کړه چې څېړنه د ټولو انسانانو له ژوند سره نه شلېدونکی تړاو لري او د ټولو لپاره پرې پوهېدل اړین دي،ترڅو په دې برخه کې ګران هېواد ته په علمي ډګر کې لا زیات خدمات وړاندې شي.
وروسته د تحقیقاتو آمر او د حقوق او سیاسي علومو استاذ محترم استاذ اظهارالله وقار له خوا سیمینار وړاندې شو، نوموړي د څېړنې پېژندنه، د څېړنې اصول، د څېړنې ډولونه، د څېړنې طریقې، د څېړنې د عنوان ټاکل، د څېړنې اړتیاوې، د څېړنې ګټې، د محقق ځانګړتیاوې او نورو ... موضوعاتو باندې تفصلي بحث وکړ.
د سیمینار په پای کې د ګډونوالو لخوا پوښتنې هم مطرح شوې چې د قدرمن استاذ اظهارالله وقار لخوا ورته ځوابونه وويل شول.
یاد سمینار د ټولو ګډونوالو لخوا مؤثر، مثمر او اغېزمن و اروزل شو او په راتلوونکي کې دې ورته د نورو علمي او څېړنېزو سمینارونو غوښتنه وشوه.
سیمینار د شرعیاتو او حقوقو پوهنځي د یو تن استاذ په دعا پای ته ورسېد.
مستقبل، د ځلانده راتلونکي په لور!
د نشراتو آمریت.