د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې په تالار کې د ۱۴۰۳ لمریز کال د خزاني سمستر فراغت غونډه ترسره شوه!
چهارشنبه، ۳/ قوس /۱۴۰۳هـ . ش
مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې په پنځلسمه دوره کې له حقوقو او سياسي علومو، شرعیات او انجنیري پوهنځيو څخه یو شمېر مسلکي کادرونه د يوې سترې غونډې په ترڅ کې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.
د فراغت په دې جشن کې، د دې مؤسسې عمومي رئیس دوکتور شفیق الله امین، علمي چارو مرستیال استاذ نجیب الله نصرت، د میدان وردګ پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس ښاغلی مولوي ګلاب الدین حقیار، د خاکجبار ولسوالۍ امنیتي مسؤول ښاغلی مولوي شېرزمان حیدري په کابل ولایت کې د بېلابېلو ادارو استازو، پوهنځيو رئيسانو، استاذانو، اداري کار کوونکو او د فارغو محصلانو د کورنيو غړو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآنکريم په تلاوت سره د شرعیاتو پوهنځي فارغ التحصیل قاري محمّد عارف احمدي له خوا پیل او وروسته مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې رئيس دوکتور شفیق الله امین ټولو راغلو ميلمنو ته هرکلی او ښه راغلاست ووايه او د رهبرۍ شوری د مشر الحاج وکیل میر افغان صافی پیغام یې وړاندې کړ، د علم او زده کړو په اړتيا او ارزښت يې هر اړخېزه رڼا واچوله؛ او واضح یې کړه:
مستقبل د ګران هېواد د آبادۍ او ترقۍ لپاره د تېرو څو کلونو راپديخوا په تعلیمي ډګر کې د خپل مظلوم ولس د خدمت په چوپړ کې ده؛ چې تر دې دمه يې زرګونه تنه محصلان (وروڼه او خويندې) په اساسي او معياري لوړو زده کړو سمبال کړي او ټولنې ته یې د سالم خدمت په موخه وړاندې کړي دي او په ډېر اخلاص سره تعهد لري چې خپله د خدمت ساحه په علمي او روزنیز ډګر کې نوره هم پراخه او پياوړي کړي.
همدارنګه یې داسلامي امارت د تېرو درېو کلونو لاسته راوړنې او د راتلونکې لپاره چې د حکومت مشرتابه باید ولس ته په تعلیمي او تحصیلي ډګر کې کومو کارونو ته اولویت ورکړي، هم خبرې وکړې او د فارغانو څخه یې په صداقت، امانت او اخلاص د کار کولو تعهد واخیست.
د خاکجبار ولسوالۍ امنیتي مسؤول ښاغلی مولوي شېزرمان حیدري له مستقبل پوهنتون څخه د منننې ترڅنګ فارغانو ته مبارکي ورکړه او د تحصیلي، تعلیمي بنسټونو او مدارسو استاذان او کار کوونکي یې د قدر وړ وبلل چې په وینا یې د ملت هوساینې او د هېواد د ابادۍ لپاره په دیني او عصري برخو کې په اسلامي، ملي او افغاني روحیه سمبال کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي.
بیا د وردګ پوهنتون شرعیاتو پوهنځي رئیس، مولوي صاحب ګلاب الدین حقیار د تعلیم او تحصیل د ارزښت په هکله فارغانو ته په خطاب کې وویل: چې د نورو زده کړو لپاره دې لاس په کار شي، تحصیل دې د ګټې لپاره نه؛ بلکې د شخصیت جوړونې او ملي ګټو ته د ژمنتیا په موخه وکړي. یو بل دې ومني او په پوره اخلاص دې د هېواد آبادۍ ته کار وکړي.
غونډه کې د فارغو محصلانو په استازولۍ د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي فارغ مشعل جان هم خبرې وکړې او مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې بنسټګر، رهبرۍ او خپلو استاذانو څخه له دې امله مننه وکړه، چې دوي ته يې د معياري او مسلکي لوړو زده کړو زمينه برابره کړې وه، هغه د محصلانو په استازيتوب ژمنه وکړه، چې هېواد، مسلک او ټولنې ته به ژمن پاتې کېږي او خپل ولس ته به په ريښتني توګه خدمت کوي.
د یادونې وړ ده چې په یاده فراغت غونډه کې فارغانو ته د فراغت تصدیقونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول اودغه پرتمینه غونډه د شرعیاتو پوهنځي استاذ ښاغلی محمّد بهادر (حنیف) په اختتامیه دعاء سره پای ته ورسېده.
مستقبل، د ځلانده راتلونکې په لور!
د عامه اړیکو او نشراتو مدیریت