علمي سيمينار: د استاذ انفرادي دوسيې او راپورونو جوړول او ترتيب.



آخرین سمینارها :

مشاهده همه سمینار ها

علمي سيمينار: د استاذ انفرادي دوسيې او راپورونو جوړول او ترتيب.

عکس صفحه

علمي سيمينار: د استاذ انفرادي دوسيې او راپورونو جوړول او ترتيب.

نېټه: ۰۷ / ۱۲ / ۱۴۰۳ ورځ: سه شنبه

د مستقبل پوهنتون د کیفیت د تضمین آمریت د استاذ د انفرادي دوسیې او پلانونو او راپورونو جوړلو او ترتیبولو تر سرلیک لاندې د پوهنتون علمي او اداري کادرونو ته علمي سیمینار وړاندې کړ.

یاد سیمینار د قرآن کریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو او د مستقبل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلی استاذ نجیب الله نصرت د کیفیت د تضمین او په تعلیمي او تحصیلي اداره کې د استاذانو د مسؤلیتونو ترڅنګ د انفرادي دوسیې ترتیب او منظمونو پلانونو د ارزښت اړوند علمي خبرې د سیمینار ګډونوالو ته وکړې.

ورپسې د مستقبل پوهنتون د تضمین د کیفیت آمر ښاغلي انجنیئر منظور نادرزي په پلان جوړونه، د راپورونو ترتیب، د استاذانو د بهبود او انفرادي پلانونو، په پلانونو کې د شته ستونزو او د هغوی د اصلاح او لا معیاري کولو په موضوع ګډونوالو ته په تفصیل سره سیمینار وړاندې کړ.

دغه غونډه د شرعیاتو پوهنځي استاذ نورالله توحیدي په دعا پای ته ورسېده.

د سيمينار موخې:

1. د استاذانو انفرادي دوسیې ترتیب او تنظیم لپاره واضحه کړنلاره وړاندې کول.

2. د تضمین کیفیت اړتیاوې او معیارونه روښانه کول.

3. د تدریسي او څېړنیزو فعالیتونو ثبت او ارزونه.

د سيمينار عمده ټکي:

1. د انفرادي دوسیې تعریف او ارزښت: د استاذانو مسلکي اسناد، تدریسي پلانونه، څېړنیز فعالیتونه، او نور اړین معلومات پکې شامل وي.

2. د دوسیې ترتیب او تنظیم اصول: د اسنادو سم مدیریت، د معلوماتو تنظیم، او د نړیوالو معیارونو مراعات.

3. د کیفیت تضمین رول: څنګه د استاذانو دوسیې د پوهنتون کیفیت ته وده ورکولی شي.

4. عملیاتي مراحل: د استاذانو لپاره مشخصې فورمې، چک‌لېسټونه، او د معلوماتو د داخلولو میتودونه.

5. د پوهنتون اداري همغږي: د تضمین کیفیت، تدریسي چارو، او بشري سرچینو ریاستونو همکاري.

په درنښت

د عامه اړیکو او نشراتو آمریت

آخرین سیمینار ها: