په مستقبل پوهنتون کې استاذانو او اداري کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه
(د علمي څېړنې تګلاره)تر عنوان لاندې سيمينار وړاندې شو!
مستقبل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاذ او د علمي څېړنو آمر ښاغلی اظهارالله وقار له خوا د دې پوهنتون استاذانو او کارکوونکوته د علمي څېړنې تګلاره تر عنوان لاندې سيمينار وړاندې شو.
د ياد سيمينار په پیل کې ښاغلي وقار د سيمينار پر اهميت هر اړخيزه وينا وکړه او څرګنده يې کړه چې د څېړنې مفهوم حقيقت ته د رسېدو يا هم د مجهول او نامعلوم لوري څخه معلوم لوري ته د حرکت په معنا دی، د څېړنې برکت دی چې ټوله نړۍ ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې ده او پرمختللي هېوادونه ځان او نورې نړۍ ته خدمت کوي.
په پای کې د پوهنتون رئيس پوهندوی دوکتور شفیق الله امین وينا وکړه، نوموړي وویل څېړنه یوه پیچلې پروسه ده او د یوې بریالۍ څېړنې ترسره کولو لپاره بېلابېل مهارتونه اړين دي چې دغه ورکشاپ هم د د یادو مهارتونو د لوړاوي په موخه جوړ شوی، ښاغلي دوکتور امین په دغه شان سیمینارونو کې د پوهنتون د کارمندانو او استاذانو په فعاله ګډون هم تأکید وکړ او دغه ډول سيمينارونه يې د استاذانو او اداري کارمندانو په ظرفیت لوړونه کې اغېزمن وبلل.
مستقبل، د ځلانده راتلونکي په لور!
د عامه اړيکو او نشراتو مديريت