د مستقبل پوهنتون حقوقو پوهنځي محصلينو له خوا تمثيلي محکمه تر سره شوه!.



آخرین سمینارها :

مشاهده همه سمینار ها

د مستقبل پوهنتون حقوقو پوهنځي محصلينو له خوا تمثيلي محکمه تر سره شوه!.

عکس صفحه

د مستقبل پوهنتون حقوقو پوهنځي محصلينو له خوا تمثيلي محکمه تر سره شوه!.

نن ورځ د ۱۴۰۳ ل.ل کال  د سرطان (چنګاښ) مياشتې ۲۵ مه نېټه چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د محرم الحرام مياشتې له ۹مې نېټې سره برابره ده،  مستقبل  پوهنتون  د غونډو  په تالار کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصلینو له خوا تمثیلي محکمه تر سره شوه.

د تمثیلي محکمې مراسم د قاري صاحب سیّد نورالله سادات  له خوا د قران عظیم الشان څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پیل شول.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس نورمحمّد ثاقب  له  خوا د محکمې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ زياته کړه، چې د بشریت فطري او بنسټیزه غوښتنه دا ده، چې په سالمه او د جرایمو څخه په پاکه ټولنه کې ژوند وکړي؛ چې دا ډول ټولنې ته مونږ هغه وخت رسېدلی شو، چې په عدل او انصاف ولاړې محکمې ولرو.

د علمي  چارو مرستيال  ښاغلی نجیب الله نصرت په ټولنه کې د محکمې په رول او اهميت مفصلې خبرې وکړې، او محصلینو ته یې ډاد ورکړ، چې په راتلونکي کې به د محصلینو لپاره په هره برخه کې هر اړخیز پروګرامونه په پام کې لري، ترڅو د نظري زده کړو ترڅنګ د دوی عملي وړتیا هم زياته شي.

د مراسمو په درېیمه برخه کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصلینو لخوا ترتیب شوې تمثیلي محکمه ترسره شوه، چې د ګډونوالو لخوا مثبته وارزول شوه.

دغونډې په پای کې  قدرمن  استاذان ( روښان نورین ، نورمحمد ثاقب ، نصیر احمد کریم زاد او محمد قسیم شیرزاد او هغه محصلین چې په تمثیلي محکمه کې یې رول ترسره کړی وو؛ په ستاینلیکونو ونازول شول.

د یادولو وړ ده، چې د مستقبل پوهنتون  اداره ژمنه  ده چې په دې برخه  کې به نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي او ټولنې ته به داسې علمي کادرونه وړاندې کوي چې د وخت تقاضا او ضرورت وی.

غونډه  په دعائیه ویلو سره پای ته ورسېده.

 

د نشراتو او فرهنګي چارو کمېټه

آخرین سیمینار ها: