د مشاورې د مرکز مسؤول ښاغلي استاد محمد ضمیر همت له خوا مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې د سیمینارونو په تالار کې محصلینو ته په ټولېیز ډول د ستونزو حل او رسیدنې په موخه علمي سیمینار وړاندې شو، یاد سیمینار چې د درې ګونو پوهنځیو محصلینو په کې
ګډون درلود.
د مشاورې مرکز د فعالیتونو، موخو، ارزښتونو سربیره په بیلابیلو برخو کې لکه تخصصی ، تحصیلی او رواني برخو کې عامه پوهاوی ور کړل شو . دمحصلینو ستونزې واوریدل شوی، چې په نتیجه کې لازمې مشورې او د حل لارې په ګوته شوی. د مؤسسې رهبرۍ او همکار ټیم تل هڅه کړې او کوي، ترڅو د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونو او اصولو مطابق علمي او عملی برنامې په لاره و اچوي .
د نشراتو مدیریت