د " زده کړې، کاروبار که دنده!؟ " تر عنوان لاندې علمي سمينار وړاندې شو.



آخرین سمینارها :

مشاهده همه سمینار ها

د " زده کړې، کاروبار که دنده!؟ " تر عنوان لاندې علمي سمينار وړاندې شو.

عکس صفحه

د " زده کړې، کاروبار که دنده!؟ " تر عنوان لاندې علمي سمينار وړاندې شو.

ورځ: چهارشنبه نېټه: ۱۹/۰۲/۱۴۰۳

د مستقبل پوهنتون د مسلکي پرمختيايي او مشورتي مرکز او فرهنګي کمېټې په ګډه همکارۍ، " زده کړې، کاروبار که دنده !؟"

تر عنوان لاندې علمي سیمينار وړاندې شو.

ياد علمي سیمينار د تل په څېر د قرآن عظیم الشان مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شو. ورپسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي دقضاء او څارنوالۍ څانګې آمر ښاغلی روښان نورین وينا وکړه. نوموړي د خپلې وينا پر مهال د علمي سمينارونو په ارزښت او اهميت بحث وکړ. هغه زياته کړه، چې علمي سیمينارونه د محصلينو په ظرفيت لوړونه کې مهم رول لري او محصلين یې وهڅول تر څو په پوره ذوق او ليوالتيا علمي سمينارونو کې ګډون وکړي. ورپسې د قدرمن استاذ نورمحمّد ثاقب لخوا ترتيب شوی علمي سیمينار وړاندې شو. نوموړي د سمينار وړاندې کولو پر مهال وويل: په افغاني ټولنه کې ځوانان ډېر پریشانه او خفه دي او د راتلونکې په اړه نهايي تصمیم نه شي نېولی، ځکه چې د ټولنیزو شبکو په راتګ د ځوانانو دا پرېشاني نوره هم ډېره شوې ده. په بېلابېلو پاڼو کې بېلابېل خلک رنګارنګ سپارښتنې او لارښوونې کوي. ځيني د مالي خپلواکۍ او خپل کاروبار په نامه ځوانان له زده‌کړو او دندو را ګرځوي او ورته وایي چې د پیسو ګټلو لنډې لارې پيدا کړئ. ځینې یې بیا د ښو دندو پیدا کولو لارې چارې ښيي او دا وایي چې د ښې دندې او ښه مسلکي ژوند لپاره باید کومې برخې ولوستل شي، کوم مهارتونه لوړ شي، کومې ژبې زده‌شي او کوم اوږدمهالي او لنډمهالي کورسونه تعقیب شي؟

د ټولنیزو شبکو دې فعالانو معلومات ډېر کړل، خو ځوانانو ته یې هم د یو پر ځای څو انتخابونه وړاندې کړي، چې اوس ځينې ځوانان حیران دي، چې د چا خبره ومني او په چا پسې لاړ شي، ځکه هر یو د خپلې خبرې د اثبات لپاره دلایل لري.

د سيمنار په پای کې د ګډونوالو له خوا د موضوع اړوند پوښتنې مطرح شوې، چې د محترم استاذ لخوا ورته ځواب وویل شو.

د فرهنګي چارو کمېټه

آخرین سیمینار ها: