د مستقبل پوهنتون د پنځه کلن استراتیژيک پلان
د پوهنځيو او ډيپارټمنټونو لرلید او مأموریت څېړلو غونډه ترسره شوه !
د مستقبل پوهنتون پنځه کلن استراتیژیک پلان (1403-1407) لمریز کال لپاره
د لرلید او مأموریت (Vision & Mission) څېړلو غونډه تر سره کړه.
په غونډه کې د درې ګونو پوهنځيو استاذانو، ډيپارټمنټونو آمرینو، دپوهنځیو رئیسانو او دپوهنتون علمی مرستیال ګډون درلوده.
په پیل کې، د انجنیرۍ پوهنځي استاذ او د تضمین کیفیت آمر ښاغلی منظور نادرزی د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل. ترڅنګ یې د پوهنتون ، پوهنځیو او ډیپارټمنټونو لپاره د نوي استراتیژیک پلان لرلید او مأموریت څېړلو په پار خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه چې د قدرمنو استاذانو څخه مو هیله ده، چې د یاد استراتیژیک پلان په پلي کولو کې له مونږ سره هر اړخېزه همکاري وکړي؛ د دې پلان په پلي کېدو سره به تر راتلونکي پنځو کلونو پورې د پوهنتون ټولې ستونزې حل شي.
ورپسیې د پوهنتون علمي مرستیال ښاغلی استاذ نجیب الله نصرت له خوا د استراتيژیک پلان په اهمیت باندې هر اړخېزې خبرې وشوې او زیاته یې کړه، چې استراتیژیک پلان هغه معتبر سند دی، چې د یوې ادارې وړتیاوې، امکانات، کړنې او موخې په راتلونکې زمانه کې په ګوته کوي، پلان د زماني او مکاني قیدونو درلودونکی دی او اداري مسیر څرګندوي. هر منسجم ټولنیز فعالیت: لکه کورنۍ، دولت، شرکتونه، اتحاديې او بالاخره د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي مؤسسې خپلو موخو ته د رسېدا او د خپلو کړنو د لاښه انسجام او ودې لپاره پلان جوړونې ته ځانګړې اړتیا لري. د یوې ادارې تر ټولو ستره دنده د هغې ادارې د پلان جوړونکو پر غاړه ده. لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پلان جوړونه نه یواځې د یوې ادارې د مشروعیت لامل دی، بلکې د یوې ادارې کړنو ته جهت او سم لوری ټاکوونکی، پرمختګ ورکوونکی او سموون ورکوونکی بلل کېږي.
په دې ناسته کې د پنځه کلن استراتیژیک پلان د لرلید او ماموریت لپاره ځانګړې فورمې توزیع او ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه په لیکلې بڼه شریک کړل .
د فرهنګي چارو کمېټه