په اسلامي ټولنه کې د فقر او بې وزلۍ په له منځه وړلو کې د زکات ونډه علمي سیمینار وړاندې شو!
د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې ، د دعوت او ارشاد مسؤل ښاغلی مولوي فضل الرّحمن فضلي له لوري د مؤسسې درې ګونو پوهنځیو محصلینو ته په اسلامي ټولنه کې د فقر او بې وزلۍ په له منځه وړلو کې د زکات ونډه تر عنوان لاندې علمي سیمینار وړاندې شو.
یاد سیمینار چې د مؤسسې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري ترتيب شوی وو، پکې د پوهنځیو رئیسانو، د مؤسسې استاذانو او د درې ګونو پوهنځیو محصلینو ګډون کړی وو.
سیمینار د قرآنکريم د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د دعوت او ارشاد مسؤل مولوي صاحب فضل الرّحمن فضلي د سیمینار ګډونوالو ته مقدماتي وینا واوروله،
وروسته له هغې مولوي صاحب له خوا سیمینار وړاندې شو، نوموړي په (په اسلامي ټولنه کې د فقر او بې وزلۍ په له منځه وړلو کې د زکات رول، زکات د مال پاکوالی، په اغنیاوو د زکات فرضیت، زکات د اسلامي حکومت دپاره د عوايدو يوه بهترینه منبع، د وخت حاکم له خوا د زکات لپاره يو جلا وزارت جوړول، ترڅو د زکات څخه را ټول شوي عواید په شفافه او منظمه توګه په غریبو او فقیرو خلکو باندې وویشي او د زکات فرضیت څخه منکرینو ته وعید او هغه خلک چې په دې مورد کې له غفلت څخه کار اخلي، د هغوی مجازات په قرآن اوحدیث او د فقهآوو په کتابونو کې او ...) موضوعاتو باندې تفصیلي بحث وکړ.
د سیمينار په پای کې د محصلينو لخوا د موضوع اړوند مختلفې پوښتنې هم ترسره شوې چې د سیمينار وړاندې کوونکي لخوا ورته ځوابونه وويل شول.
مستقبل، د ځلانده راتلونکې په لور!
فرهنگی کمېټه