د مستقبل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي د محصلینو علمي سیر !
مستقبل پوهنتون چې له اړینو موخو څخه ئې یوه موخه د مختلفو علمي او عملي برنامو له لارې په علمي ډګر کې د هیواد د بچیانو روزنه او د هغو د وړتیاوو لوړول دي نو پر همدې موخه ئې د خپلو علمي سیرونو په لړۍ کې نن ورځ چې د 1403/3/9 نېټې سره ســــــــــــــــــــــــــــمون خوري د انجینرۍ پوهنځي محصلینو
( BAES )دساختماني موادو د ټیسټولو مجهز لابراتوار ته علمي سیر ترسره کړ.
یاد علمي سیر د مستقبل پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځي د رئیس ښاغلي انجنیر عزت الله عمري په مشرۍ د انجنیرۍ پوهنځي محصلینو برخه درلوده، په دې سير کې د BAES لابراتوار مدیر محترم انجنیر سید اقبال لخوا د محصلينو د وړتیاوو د لوړولو په موخه د TTM ،CTM او نورو ماشینونو څخه په استفادې سره د ساختماني موادو اړوند بېلابېل ګټور ټسټونه اجراء شوه.
د (BAES )د ساختماني موادو د ټیسټولو مجهز لابراتوار له مسؤولینو څخه د مننې ترڅنګ هغو ته د الله تعالی له درباره د پوره اجر دعا کوو چې د هیواد د بچیانو په روزنه کې له موږ سره پوره مرسته او همکاري وکړه.
مستقبل د هیواد معنوي پانګه!
د نشراتو مدیریت

