د (مقاله لیکنه او ډولونه یې) تر سرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو.
ځای: مستقبل پوهنتون نېټه: ۱۴۰۳ /۳/۶
د عملي کارونو په سلسله کې په څېړنه کې د محصلینو دظرفیت لوړاوي په پار سیمینار دمستقبل پوهنتون په تالار کې وړاندې شو ، د سيمینار په پیل کې د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي رئیس ښاغلی استاذ نورمحمّد ثاقب وویل: "د دغې برنامې اساسي موخه په څېړنو کې د زده کړیالانو شاملول او له مقالو لیکلو سره د دوی بلدتیا ده، څو محصلین د څېړنې، مقالې لیکلو، د مقالې ډولونو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه ژور معلومات ترلاسه کړي "
د سیمینار وړاندې کوونکی د شرعیاتو پوهنځي استاذښاغلي نورالله توحیدي د سیمینار ګډون کوونکو ته د مقاله لیکنې اهمیت او ارزښت بیان کړ ، د مقالې ډولونه، معیارونه او د لیکلو لارې چارې یې په بشپړ دول تشریح کړې.
مستقبل پوهنتون مشرتابه غواړي چې محصلان یې په څېړنیزه برخه کې پوره لوړ ظرفیت او وړتیاوې ولري، څو د ټولنې موجوده ستونزو ته د څېړنو له لارې حل وموندل شي او د دوی استعدادونه په کار واچول شي.
د سیمینار په پای کې محصلینو او ګډونوالو د استاذ سره خپلې پوښتنې او نظریات شریک کړل.
په درنښت
د عامه اړیکو او نشراتو مدیریت