د مستقبل پوهنتون محصلینو ته (د ډیټابیس له سیسټمونو څخه د استفادې موضوع تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو!



آخرین سمینارها :

مشاهده همه سمینار ها

د مستقبل پوهنتون محصلینو ته (د ډیټابیس له سیسټمونو څخه د استفادې موضوع تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو!

عکس صفحه

د مستقبل پوهنتون محصلینو ته (د ډیټابیس له سیسټمونو څخه د استفادې موضوع تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو!

ورځ: دوشنبه نېټه: ۳۱/۰۲/۱۴۰۳ لمریز کال

د مستقبل پوهنتون د برښنایې زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون محصلینو ته له ډیټابیس څخه د استفادي (How to use online or offline Database) تر عنوان لاندې سیمینار جوړ شو.

د اجنډا سره سم یاد سیمینار د استاذ بلال نصرت له خوا ګډونوالو ته وړاندې شو.

د سیمینار اصلي موخه دا وه چې محصلینو ته د ډیټابیس سیسټمونو اهمیت، د هغوی کارونې طریقې، او په مختلفو برخو کې د ډیټابیسونو اهمیت په ګوته کړي. همدارنګه، د ډیټابیس په مدیریت، ډیزاین، او د معلوماتو خوندي کولو پر میتودونو هم بحث وشو.

محصلینو د موضوع په اړه خپلې پوښتنې مطرح کړي ، داسې سمینارونه کولی شي د محصلینو علمي کچه لوړه کړي او هغوی ته په عملي ډول د ډیټابیس په برخه کې مهارتونه وروښيي.

د سیمینار په وروستۍ برخه کې محصلینو ته د اکاونټ جوړولو مهارتونه په عملي بڼه تشریح او غونډه د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو مديريت

آخرین سیمینار ها: