د دندې ترلاسه کولو اړین مهارتونو په هکله معلوماتي سیمینار وړاندې شو!



آخرین سمینارها :

مشاهده همه سمینار ها

د دندې ترلاسه کولو اړین مهارتونو په هکله معلوماتي سیمینار وړاندې شو!

عکس صفحه

د دندې ترلاسه کولو اړین مهارتونو په هکله معلوماتي سیمینار وړاندې شو!

د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې د بېلا بېلو پوهنځیو، اووم او اتم سمسترونو محصلینو ته د دندې ترلاسه کولو اړین مهارتونو په هکله هر اړخیز معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار چې د بهرنیو ژبو او مسلکي پرمختیا او کیفیت لوړونې آمریتونو له خوا د محصلینو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی و، د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی استاذ نورمحمد ثاقب له خوا د روان کال نېټه:  11-11-1402 نېټه  باندې د چهارشنبې په ورځ  وړاندې شو.

ښاغلي نورمحمد ثاقب په بېلا بېلو دولتي، خصوصي او نړیوال دوایرو کې د خالي بستونو د موندنې لارې چارې، سي وي او کوور لېټر لیکل، د معیاري سي وي لیکلو فارمیټ، د سي وي لیکلو پر مهال د ځېنو اړینو نقاطو په نظر کې نېول، هغه تېروتنې چې د سي وي لیکلو پر مهال باید تکرار نه شي، یوه بست ته غوښتنلیک/سي وي لېږل (اپلاي کول)، ایمیل استول، د مهارتونو زده کړه، کاري مرکه او هغه کارونه چې باید له مرکې څخه مخکې او جریان کې ترسره شي، موضوعوعاتو په هکله مفصل معلومات له محصلینو سره شریک کړل او هم یې د هغوی پوښتنو ته په اړوند برخه کې ځوابونه وویل.

د عامه اړیکو او نشراتو مدیریت

آخرین سیمینار ها: