د علمي تحقیقاتو سیمینار



آخرین سمینارها :

مشاهده همه سمینار ها

د علمي تحقیقاتو سیمینار

عکس صفحه

د علمي تحقیقاتو سیمینار

د دوشنبې په ورځ چې د روان هجري شمسي کال د جوزا میاشتې ۲۴ نېټې سره سمون خوري مستقبل پوهنتون د خپلو کادري غړو د ظرفیت لوړولو په موخه د علمي تحقیقاتو په اړه یو ورځنی علمي سیمینار وړاندې کړ، یاد سیمینار د ګاونډي هیواد (چین) د Anhui پوهنتون استاد پروفیسور دکتور یاسرخان لخوا په آنلاین بڼه د مستقبل پوهنتون په تالار کې وړاندې شو چې پکې د مستقبل پوهنتون استادانو، کارمندانو، محصلینو او د نورو تحصیلي نهادونو استادانو او محصلینو ګډون درلود.

په پای کې د مستقبل پوهنتون رئیس پوهندوی دکتور شفیق الله امین د اختتامیه وینا په کولو سره د پروفیسور یاسرخان څخه مننه وکړه او ستاینلیک یې د هغه په نیابت د یاد سیمینار ارتباط جوړونکي محترم استاد دکتور رحیم الله ګلزار ته ورکړل شو.

 

آخرین سیمینار ها: