د پښتو ژبې نړیواله ورځ مو مبارک!
د پښتو ژبې نړیواله ورځ؛ «پښتو دې د نصاب، علم، ټکنالوژۍ او رسمیاتو ژبه شي» (م-ګران)
نن د غبرګولي نهمه یا د مئ میاشتې ۲۹مه د پښتو ژبې نړیواله ورځ ده. دا ورځ شاوخوا یوه لسیزه وړاندې د پښتو ژبې د لا بډاینې، پرمختګ او د دې ژبې د پرمختګ پر وړاندې د شته خنډونو د له منځه وړلو په موخه د پښتو ژبې د نړېوالې ورځې په نوم ونومول شوه.
پښتو ژبه چې مخینه یې زرګونو کلونو ته رسېږي، اوس د نړۍ د ۵۰ لومړنیو ژبو په نوملړ کې ځای لري او نږدې ۸۰ میلیونه وګړي پرې خبرې کوي.
د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو پوهنځي استاذ پوهاند اجمل ښکلی بیا پر حکومت غږ کوي چې د پښتو ژبې د ودې لپاره دې په ښوونیز او تحصیلي نصاب کې علمي اثار زیات کړي. هغه د پوهنتون له استاذانو، لیکوالانو او نورو پښتنو څخه هم غواړي چې په خپلو څانګو کې دې په پښتو ژبه علمي مقالې او اثار ولیکي.
اجمل ښکلی وايي: «حکومت دې په ښوونیز او تحصیلي نصاب کې پر پښتو ژبه لا ډېر علمي اثار ور زیات کړي. همدارنګه، هغه پښتانه چې په بېلابېلو برخو کې یې زدهکړې کړي، د خپل مسلک اړوند څېړنیزې مقالې، کتابونه او اثار دې په پښتو ژبه ولیکي. په دولتي کچه هم پهکار ده چې رسمي چارې په پښتو ژبه شي. د دې ژبې د پیاوړتیا لپاره د طرحې جوړول، د هغې د املا معیاري کول او واحدول د دولتونو مسوولیت دی. موږ ټول باید په دې توګه پښتو ژبه غني کړو.»
د ژبې اهمیت او ارزښت په ټولنه کې:
ژبه په اجتماعي ژوند کې دانسانانو تر منځ د تفاهم لمړنی وسیله ده او د فر هنګ د اصلي ستنې په توګه د مورنۍ ژبې ساتنه او پراختیا د هر قوم او ملت لپاره ډېره اړتیا ده.
کله چې د مورنۍ ژبې د ساتنی او پراختیا په اړه خبرې او بحث کوو، تر هر څه د مخه باید دې سوال ته ځواب ووایو چې ددې خبرې څخه منظور مو څه دی ؟ په مورنۍ ژبې زده کړې او که د مورنۍ ژبې زده کړه ؟
په دې اړه د ژبپوهانو لخوا بېلا بېل نظریات او تعریفونه وړاندې شوي دي، خو ټول یې دې پایلې ته رسېدلي دي، چې په مورنۍ ژبه زده کړې او په خپله د مورنۍ ژبې زده کړه ، د ماشوم په شخصیت جوړونې کې بنسټیز رول لري. مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چې ماشوم یې لمړۍ ځل د خپلی مور څخه اوري.
مورنۍ ژبه د ماشوم او مور تر منځ لمړۍ تفاهم دی چې په مهربانو کلمو سره پیل کېږي.
مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چې انسان فکر پرې کوي، ورځ ورسره تېروي او د شپې ورسره وېده کېږي او خوبونه پکې ویني.
مورنۍ ژبه د هر انسان د تفکر ژبه ده او د بلې هرې ټولنیزې پدیدې نه ، د هر انسان په ژوند کې د نوک او اورۍ په توګه نه بېلېدونکې نږدې والی لري.
ډاکټر تووه کانګاس خو مورنۍ ژبه د انسان د بدن پوستکی بولي؛ چې هېڅ کله هم بدلون نه مومي.
له همدې کبله د مورنۍ ژبې زده کړه، ساتل او پراختیا د ښوونې او رونې لپاره، د ټولنې د فرهنګي لاسته راوړنو د ساتنې او ودې لپاره او همداشان د ټولنې د اقتصادي، تخنیکي او کلتوري ودې لپاره زیات ارزښت لري.
په درنښت
د فرهنګي چارو کمېټه