د اسلامي هېوادونو د علماوو شورا رهبري له مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه!
نېټه: ۱۲ / ۵ / ۱۴۰۴
د روان کال، ۱۴۰۴، د اسد میاشتې په (۱۲) مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د اسلامي هېوادونو د علماوو شورا رهبري (د ترکي هېواد اکاډمیک شخصیت، ښاغلی دوکتور یاسین اقطايي، د یمن هېواد د علماوو مشر دوکتور عبدالله الزنداني، د فلسطین د علماوو د اتحاديې رئیس په خارج کې دوکتور نواف تکروري) د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ سره ناسته وکړه.
د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې رئیس، پوهنمل دوکتور شفیق الله امین د علماوو شورا سره ناسته مهمه وګڼله.
د مجلس په وروستیو کې یادې شورا د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې له ټولو چارو څخه لیدنه وکړه او د یاد تحصیلي بنسټ هڅې یې وستایلې او په راتلونکي کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
مستقبل، د ځلانده راتلونکې پر لور!
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

