په نړیوال علمي او څېړنیز ژورنال کې د مقالې ليکلو لارښود سمینار وړاندې شو!



په نړیوال علمي او څېړنیز ژورنال کې د مقالې ليکلو لارښود سمینار وړاندې شو!

عکس صفحه

په نړیوال علمي او څېړنیز ژورنال کې د مقالې ليکلو لارښود سمینار وړاندې شو!
نېټه: ۱۲ / ۰۵ / ۱۴۰۴ 
دا یو ورځنۍ علمي سمینار د تحقیقاتو اصلي کمېټې آمریت له لوري او د مسلکي پرمختیا آمریت (PDC)  په همغږۍ تنظیم شوی و، چې د مؤسسې د رهبرۍ کچې غړو او استاذانو په کې برخه لرله، چې د مؤسسې د اداره او ډيپلوماسۍ څانګې استاذ ښاغلی نورمحمّد ثاقب له خوا وړاندې شو.
ښاغلي استاذ ثاقب وویل چې ددې سمینار بنسټيز موخه په نړیوال علمي او څېړنیز ژورنالونو کې دمقالې نشر او  هغه پړاوونه او اوصول چې باید په پام کې ونېول شي، د هغې په هکله د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې استاذانو او څېړونکو ته مسلکي پوهاوی وړاندې کول دي، څو څېړونکي/ لیکوالان وکولای شي خپلې لیکل شوې علمي ـ څېړنيزې مقالې په معیاري بڼه چمتو او نړیوال ژورنال کې د نشر په موخه وسپاري.
په یاد سمینار کې، د نړیوال علمي او څېړنیز ژورنال ته د مقالې لېږلو او سپارلو، بیا کتنې پروسې، مقالو نشر، د ژورنال انډِکسونو او پالیسۍ په هکله موضوعات بحث او له ګډونوالو سره یې مفصل معلومات شریک شول.
د سیمینار موخې:
* د استاذانو علمي او څیړنیز ظرفیت لوړول؛
* د نړیوال ژورنال معیارونو مطابق د مقالو لیکلو تفصیلي لارښوونه؛
* د معتبر ژورنالونو د انتخاب، مقالې وړاندې کولو، او PEER-REVIEW پروسې پېژندنه
* د علمی سرغړونو (PLAGIARISM) څخه د مخنیوي لارې چارې.
د سیمینار مهم ټکي:
* د مقالو جوړښت (ABSTRACT, INTRODUCTION, METHODOLOGY, RESULTS, DISCUSSION, CONCLUSION)
* د حواله‌ ورکونې نړیوال سټایلونه  (APA, MLA, CHICAGO, HARVARD)
* د مجلو انتخاب او SCOPUS/WEB OF SCIENCE په اړه وضاحت
* د REJECTION عام دلایل او د اصلاح لارې چارې
مستقبل، د ځلانده راتلونکې پر لور!
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

آخرین خبرها :

آخرین نشریات :