د 1404 کال، د پسرلني سمستر، سنبلې / وږی میاشتې په (12) مه نېټه د مستقبل پوهنتون د خپلو اړوندو پوهنځیو 57 تنه هغه محصلین، چې د پسرلني سمستر په ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د خپل پوهنځي د ممتاز محصل مقام خپل کړی ؤ، د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د ادارې له خوا وستایل شول.
په همدې مناسبت، د پوهنتون د فرهنګي کمېټې په نوښت د محصلینو د تشویق په موخه د پوهنتون د غونډو په تالار کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون مشرتابه، د دعوت او ارشاد آمر، د پوهنځیو مسؤلینو، استاذانو، او محصلينو په کې برخه لرله.
غونډه د قران کریم د قاري صاحب حکمت الله له لوري، د څو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال، د مستقبل پوهنتون رئیس پوهنمل دوکتور شفیق الله امین د نېکو اخلاقو، د هېواد د ابادۍ او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د تعلیماتو او لارښوونو په ارزښت خبرې وکړې او محصلينو ته يې ددې ستر وياړ له امله، چې د پوهنځيو د ممتازو محصلينو مقام يې خپل کړى، مبارکي وويله.
نوموړي وویل: د پوهنتون اداره او استاذان هڅه کوي، چې محصلینو ته د تدریس او عملي زده کړو ښې او معیاري اسانتیاوې رامنځته کړي، چې له نېکه مرغه د همدې هلو ځلو پایله ده، چې زمونږ محصلین د پوهنتون دننه او بهر ښې لاسته راوړنې لرلي او په ګڼو سیالیو او ازموینو کې ځلېدلي دي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون د مسؤلینو له خوا ممتازو محصلینو ته برابر شوي ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شول، غونډه د د عوت او ارشاد آمر مولوي صاحب فضل الرّحمن فضلي لخوا دعائیه په ویلو سره پای ته ورسېده.
هېره دې نه وي، په دې غونډه کې د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې ارتقاء پوهنتون ته د امیر المؤمنین حفظه الله عمومي فرمان له مخې چې د ګران هېواد ټولو مؤسسو باندې قابل تطبیق دی، یادونه وشوه او د فرمان د تطبیق په موخه د یوې ځانګړې برنامې له مخې دا ستره خوشحالي او لاسته راوړنه هم ونمانځل شوه .
مستقبل، د ځلانده راتلونکې پر لور!
د مستقبل پوهنتون
د نشراتو او فرهنګي چارو اصلي کمېټه

