مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې پرسونل د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا ته د پاملرنې په موخه، په مستقبل لوړو زده کړو مؤسسه کې نیالګي او بوټي کښېنول!
د مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې اداري کارکوونکو د یو منظم پلان له مخې، یو شمېر بوټي او نیالګي وکرل.
د نیالګیو او بوټو کرلو په دغه کمپاین کې چې د حوت په ۲۱مه ترسره شو، د مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې علمي چارو مرستیال اوسرپرست ښاغلی استاذ نجیب الله نصرت، د درې ګونو پوهنځیو رئیسانو او اداري کارکوونکو برخه اخیستې وه.
ښاغلي نصرت د نیالګیو کرلو د کمپاین په ترڅ کې وویل د نیالګیو او بوټو کرلو هدف په هېواد کې د خاورې او اوبو ساتل، د هوا د ککړتیا مخه نېول، د اقلیم د بدلون د خطرونو کمول او د چاپېریال د ښکلا او پاکوالی رامنځته کول دي.
د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسه د نیالګیو او بوټو کرلو د کمپاین برخه والو له ټولو هېوادوالو څخه او په ځانګړې توګه د کابل پلازمینې له ښاریانو څخه وغوښتل چې د هېواد د سمسورتیا لپاره نیالګي او بوټي وکري، او د هغو د پاللو او ساتلو په برخه کې خپله ایماني او د هېوادپالنې وظیفه ترسره کړي.
درنو هېوادوالو! راځئ، موږ ټول د دې نیالګیو ساتنه وکړو، ځکه چې دا سبا ته د سوکاله افغانستان زېری دی، د نیالګیو کښت نه یوازې هوا ته تازه اکسیجن ورکوي، بلکې د انسانانو د ژوند کیفیت لوړولو لپاره هم یو اساسي او مهمه هڅه ده..
راځئ، چې په ګډه د هېواد ښیرازۍ لپاره نیالګي وکرو.
د عامه اړیکو او نشراتو مدیریت

