ګرانو هېوادوالو، د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې تاریخي ستره بریا مو مبارک شه!
د مستقبل پوهنتون مشرتابه پلاوی او کارکوونکي د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پروړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بریا له امله ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.
یادونه: دوی ان له موږ سره له لوبو کولو ډډه کوله خو نن مو په میدان کې په ګونډو کړل 
افغانستان دې سرلوړی او ودان پاتې شي.
په درنښت
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

