په مستقبل پوهنتون کې د ممتازو محصلینو ستاینغونډه ترسره شوه !
د 1403 لمریز کال ، د دلوې میاشتې په (
مه نېټه د مستقبل پوهنتون د درې ګونو پوهنځیو (45) تنه هغه محصلین، چې د تېر سمسټر (خزاني سمسټر) په ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د خپل پوهنځي د ممتاز محصل مقام خپل کړی وو؛ د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د ادارې له خوا وستایل شول.
په همدې موخه د پوهنتون د فرهنګي کمېټې په نوښت د محصلینو په علمي ډګر کې د تشویق په موخه د پوهنتون غونډو په تالار کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو مسؤلینو، استاذانو، او ګڼو محصلينو په کې برخه لرله.
غونډه د قاري صاحب احسان الله له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د مستقبل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلی استاذ نجیب الله نصرت د ممتازو محصلینو وړتیاوې وستایلې، د محصلینو په مسؤلیت اداینې یې ټینګار وکړ او یاد محصلین یې د نورو لپاره د الهام سرچینه وبلله.
ښاغلی نجیب الله نصرت زیاته کړه: ((زه ستاسو د هر یوه په وړتیا او استعداد ویاړم او خوښ یم چې نن د دې پوهنتون د ممتازو محصلینو په مینځ کې یم او د هغوی د علمي لاسته راوړنو ستاینه کوم. زه باوري یم، چې تاسو نه یوازې د ځان بلکې د هېواد لهپاره هم د بدلون نسل یاست او ستاسو هلېځلې او وړتیاوې د ستاینې او قدرداني وړ دي)).
د یادولو وړ ده چې مستقبل پوهنتون د هر سمسټر په پای کې د د بېلابېلو تحصیلي څانګو د غوره محصلینو د ستاینې او هڅونې په موخه د غوره محصلینو ستاینغونډه جوړوي.
مستقبل پوهنتون د یاد پروګرام د جوړولو له لارې تل په دې لټه کې دی، چې د محصلینو د علمي لاسته راوړنو او د هغوی د هلو ځلو ستاینه او قدرداني وکړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون د مسؤلینو له خوا د پوهنځیو (45) تنو ممتازو محصلینو ته برابر شوي ستاینلیکونه ورکړل شول، غونډه د دعائیه په ویلو سره پای ته ورسېد.
په درنښت
د مستقبل پوهنتون د نشراتو مدیریت

