د خزاني سمستر لپاره متفرقه کانکور ازموينه واخيستل شوه!



د خزاني سمستر لپاره متفرقه کانکور ازموينه واخيستل شوه!

عکس صفحه

د خزاني سمستر لپاره متفرقه کانکور ازموينه واخيستل شوه!

 

دوشنبه، ۵/  سنبله / ۱۴۰۳

د مستقبل پوهنتون د (شرعیاتو، انجنیري، حقوقو او سیاسي علومو) پوهنځیو لپاره د ۱۴۰۳ لمریز کال خزاني سمستر متفرقه کانکور ازموینه واخیستل شوه.

د ۱۴۰۳ لمریز کال خزاني سمستر متفرقه کانکور ازموینه د مستقبل پوهنتون رهبرۍ پلاوي او د لوړو زده کړو وزارت په استازیتوب له وزارت  څخه راغلي هیئت او د څو تنو ګډونوالو په شتون کې له مُهرلاک شوي بکس څخه پوښتنپاڼې را ووېستل شوې او د ازموینو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت له خوا د ټاکل شوي طرزالعمل مطابق ازموینه پیل شوه.

یاد هیئت د مستقبل پوهنتون د رئیس، پوهندوی دوکتور شفیق الله امین او د علمي چارو د مرستیال استاد نجیب الله نصرت په ملتیا د ازموینې له صحنو څخه لیدنه او نظارت وکړ او ټولو ګډونوالو ته یې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د متفرقه کانکور ازموینې پایلې به ډېر ژر اعلان شي.

 

مستقبل، ستاسې د ځلانده راتلونکي په لور!

د عامه اړیکو او نشراتو آمریت

آخرین خبرها :

آخرین نشریات :