د ۱۴۰۳ کال خزاني سمستر کانکور ازموینه د لوړو زده کړو وزارت د هیئت په حضور کې واخیستل شوه!
مستقبل پوهنتون، نن (جمعه، د روان لمریز کال، د زمري میاشتې مه۲۶ نېټه) د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو په ګډون د لیسانس دورې کانکور ازموینه، د لوړو زده کړو محترم وزارت هیئت تر نظارت لاندې په شفاف ډول واخیسته.
د ازموینې له پيل کېدو وړاندې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی نجیب الله نصرت د کانکور ازموینې پروسه ټولو ګډونوالو ته تشریح کړه، هغوی ته یې د بریالیتوب هیله وکړه او ډاډ یې ورکړ؛ چې کانکور ازموینه به د ملي ادارې د کړنلارې او له ټولو اصولو سره سم په شفاف ډول واخیستل شي او بریالي نوماندان به په بېلا بېلو پوهنځیو کې کې جذب شي.
تر دې وروسته د لوړو زده کړو وزارت د څارونکي هیئت او محصلینو په حضور کې له مهر لاک شوي بکس څخه د کانکور ازموینې سوالونه راوویستل شول او په منظم ډول د ازموینې بهیر پیل شو.
د یادونې وړ ده، چې د کانکور ازموینې ګډونوال د یادې ازموینې پایلې د راتلونکې شنبې ورځ ، د اسد میاشتې ۲۷مه په مستقبل پوهنتوکې کتلی شي.
مستقبل پوهنتون مشرتابه د یادې ازموینې ټولو ګډونوالو ته د بریا هیله او دعا کوي.
اړین یادونه:
هغه کسان چي په نننۍ عمومي کانکور ازموینې کې له ګډون پاتې شوي دي، هغوی کولای شي چې د ۱۴۰۳ کال د وږې میاشتې تر ۵ مې نېټې، د کانکور په متفرقه ازموینه کې د ګډون لپاره مستقبل پوهنتون معلوماتو څانګې ته مراجعه وکړي او دغه طلايي فرصت له لاسه ورنکړي.
د عامه اړیکو او نشراتو مدیریت

