د څوارلسمې دورې محصلانو فراغت غونډه په ځانګړو مراسمو سره تر سره شوه!



د څوارلسمې دورې محصلانو فراغت غونډه په ځانګړو مراسمو سره تر سره شوه!

عکس صفحه

د څوارلسمې دورې محصلانو فراغت غونډه په ځانګړو مراسمو سره تر سره شوه!

مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې په څوارلسمه دوره کې له حقوقو او سياسي علومو او انجنیري پوهنځيو څخه علمي او مسلکي کادرونه د يوې سترې او پرتمينې غونډې په ترڅ کې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.

د فراغت په دې لوی جشن کې ښاغلی پوهندوی دوکتور شفیق الله امین د مؤسسې رئیس ، مرستیا لانو ، ديوهنځیو رئیسانو د دولسمې ناحیې د علماوو شورا رئیس مولوي صاحب سعید نعماني، د دولسمې امنیتي حوزې معاون مولوي صاحب حمدالله حقاني، د اسلامي امارت چارواکو، د دې مؤسسې استاذانو، اداري کار کوونکو، د فارغو محصلانو د کورنيو غړو او دوستانو حضور درلود.

غونډه د قرانکريم په تلاوت سره پیل او وروسته مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې رئيس پوهندوی دوکتور شفیق الله امین ټولو راغلو ميلمنو ته هرکلی او ښه راغلاست ووايه او د رهبرۍ شوری د مشر الحاج میر افغان صافی پیغام یې وړاندې کړ، او د علم او زده کړو په اړتيا او ارزښت يې هر اړخېزه رڼا واچوله؛ ښاغلي دوکتور امین څرګنده کړه! مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسه د ګران هېواد افغانستان د ابادۍ او ترقۍ لپاره د تېرو لسو کلونو راپدېخوا په اخلاص او صداقت سره د خپل ولس د خدمت په چوپړ کې ده، چې تر دې دمه يې زرګونه تنه علمي او مسلکي کادرونه د لیسانس په کچه اساسي او معیاري ډول روزلي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي، چې دغه لړۍ لا هم روانه ده.

همدارنګه یې داسلامي امارت د تېر درېو کلونو لاسته راوړنې او د راتلونکې لپاره چې د حکومت مشرتابه باید ولس ته په تعلیمي او تحصیلي ډګر کې کومو کارونو ته اولویت ورکړي، هم خبرې وکړې.

غونډه کې د فارغو محصلانو په استازولۍ د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي فارغ امرالله ملکزی هم خبرې وکړې او مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې بنسټګر، رهبرۍ او خپلو استاذانو څخه له دې امله مننه وکړه، چې دوی ته يې د معياري او مسلکي لوړو زده کړو زمينه برابره کړې وه، هغه د محصلانو په استازيتوب ژمنه وکړه، چې هېواد، مسلک او ټولنې ته به ژمن پاتې کېږي او خپل ولس ته به په ريښتني توګه خدمت کوي.

ورپسې د اجنډا سره سم د محصلینو او د دوشتمې ناحیې د ګذر وکیلانو په استازیتوب شیرخان بنګش هم د مشرتابه څخه مننه وکړه او ویې ویل: چې مستقبل لوړو زده کړو مؤسسه د هېواد په کچه په تحصیلي ډګر کې د مسلکي کاري ټیم، لایق او باتجربه استاذان، په ملي او نړیوال معیارونو برابر تدریسي نصاب، معیاري او ډيجيټلي کتابتون، کمپیوټر لیب، ارامه او شنه فضا، د محصلینو د عملي زده کړو، علمي سفرونو، روزنیزو سیمینارونو، ورکشاپونو، تمثیلي محاکمو لپاره د موجودو امکاناتو او اسانتیاوو په لرلو سره د ګرانو هېوادوالو په چوپړ کې دی.

د یاد مؤسسې د دعوت او ارشاد مسؤول مولوي صاحب فضل الرّحمن فضلي هم د خپلو خبرو پر مهال فارغو محصلانو ته د مبارکۍ ترڅنګ هغوی نورو لوړو زده کړو او د هېواد پرمختګ او ابادۍ ته وهڅول، نوموړي وویل چې دا هېواد مسلکي کادرونو ته اړتيا لري او د ابادۍ لپاره به يې په ګډه کار کوو.

د دولسمې ناحیې د علماوو شورا مسؤول شیخ صاحب سعید نعماني له مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې څخه د منننې ترڅنګ فارغانو ته مبارکي ورکړه او د تحصیلي، تعلیمي بنسټونو او مدارسو استاذان او کار کوونکي یې د قدر وړ وبلل چې په وینا یې د ملت هوساینې او د هېواد د ابادۍ لپاره په دیني او عصري برخو کې په اسلامي، ملي او افغاني روحیه سمبال کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي.

بیا د دولسمې امنیتي حوزې معاون، جیّد عالم مولوي صاحب حمدالله حقاني د تعلیم او تحصیل د ارزښت په هکله فارغانو ته په خطاب کې وویل چې د نورو زده کړو لپاره دې لاس په کار شي، تحصیل دې د ګټې لپاره نه؛ بلکې د شخصیت جوړونې او ملي ګټو ته د ژمنتیا په موخه وکړي. یو بل دې ومني او په پوره اخلاص دې د هېواد ابادۍ ته کار وکړي او په پای کې د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې پدې سختو اقتصادي حالاتو کې ځوانانو ته خپل علمي او څېړنیز خدمات وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده چې په یاده فراغت غونډه کې فارغانو ته د فراغت تصدیقونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول اودغه پرتمینه غونډه په دعایه سره پای ته ورسېده.

مستقبل، د ځلانده راتلونکي په لور!

د عامه اړیکو او نشراتو مدیریت

آخرین خبرها :

آخرین نشریات :