د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې، کاري چاپېريال سره بلدتيا او عملي زده کړو په موخه د قضاء  او څارنوالۍ څانګې محصلينو له (دروېش کړوخېل دارالوکالې) څخه ليدنه وکړ!



د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې، کاري چاپېريال سره بلدتيا او عملي زده کړو په موخه د قضاء  او څارنوالۍ څانګې محصلينو له (دروېش کړوخېل دارالوکالې) څخه ليدنه وکړ!

عکس صفحه

د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې، کاري چاپېريال سره بلدتيا او عملي زده کړو په موخه د قضاء  او څارنوالۍ څانګې محصلينو له (دروېش کړوخېل دارالوکالې) څخه ليدنه وکړ!

د ۱۴۰۳  کال  د  سرطان  (چنګاښ) میاشتې  په  ۱۳ مه نېټه  د چهارشنبې په ورځ  د مستقبل پوهنتون   له لوري د محصلینو د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو پیاوړتیا، د استعدادونو وده،  د عادلانه محکمو له  اصولو سره  بلدتیا، په جزايي، مدني، تجارتي، مواد مخد، او نورو قضایاوو کې د درې ګونو محاکمو د دوسیې پرېکړې، تجدید نظر  او د قضايي منازعاتو د حل مهارتونو تر لاسه کولو په موخه  له (دروېش کړوخېل دارالوکاله) څخه لیدنه  وشوه.
په دې علمي سفر کې، د دارالوکالې د مسئولینو لخوا محصلینو ته  د دارالوکالې د فعالیتونو، تاریخچې، جواز او موخو په اړه مفصل معلومات ورکړل شول. هغوی د دارالوکالې د ورځنیو فعالیتونو او حقوقي چارو د ترسره کولو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې محصلینو ته د حقوقي پروسې مختلفو پړاوونو په هکله هم معلومات ورکړل شو، ترڅو چې محصلین  د قضیو ثبت، اسنادو ترتیب، او د حقوقي مسایلو حلولو څرنګوالي په اړه  علمي زده کړې  او لازم مهارتونه هم تشریح شو.
د یادونې وړ ده چې، د عملي قضیو تحلیل په برخه کې  محصلینو ته د حقوقي مشاورینو لخوا د عملي قضیو مثالونه وړاندې شول او هغوی وکولای شول چې د دغو قضیو په اړه خپل تحلیلونه او نظريې وړاندې کړي. دغه فعالیت د محصلینو د فکر او تحلیل مهارتونه پیاوړي کړل.
په پاې کې محصلینو ته فرصت ورکړل شو چې د دارالوکالې له حقوقي مشاورینو څخه پوښتنې وکړي او هغوی د خپلو تجربو په اړه مالومات ترلاسه کړل. دا غونډه د محصلینو د پوهاوي لپاره ګټوره وه او هغوی ته یې د عملي زده کړو په برخه کې زیاتې لارې چارې وړاندې کړې.
د دارالوکالي عمومي مسؤل  علمي شخصیت ښاغلی استاذ عتيق الله دروېش په خپلو خبرو کې وویل:  دا لیدنه د محصلینو لپاره یوه ګټوره تجربه وه چې هغوی ته یې د حقوقي چارو په اړه عملي پوهه او مهارتونه ورکړل. محصلینو د دارالوکالې د فعالیتونو او حقوقي پروسې په اړه مفصل معلومات ترلاسه کړل او وکولای شول چې خپلې تیوریکي زده کړې په عملي ډول تجربه کړي، همدارنګه  ښاغلي دروېش د مستقبل پوهنتون ادارې  ته په راتلونکی کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ .
په درنښت
د عامه اړیکو او نشراتو آمریت

آخرین خبرها :

آخرین نشریات :