مستقبل پوهنتون په عملي او مسلکي برخه کې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه د خپلو علمي سیرونو په لړۍ کې نن ورځ چې د 1403/3/ 23نېټې سره سمون لري د انجینرۍ پوهنځي محصلینو د اوسپنې د ویلې کولو پروسې په اړه خان سټیل ته علمي سیر ترسره کړ.
په یاد علمي سیر کې د مستقبل پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځي د رئیس ښاغلي انجنیر عزت الله عمري په ګډون د انجینرۍ پوهنځي د مختلفو ټولګیو محصلینو برخه درلوده، په دې علمي
سير کې د اوسپنې د ویلې کولو پروسې هر پړاو د خان سټيل کــــــــــــــــــــوالټي کنټرولر ښاغلي انجنیر راشدخان او انجینر نورالله مشواڼي لخوا له بشپړو جزیاتو سره تشریح کېده، د دې برسېره د محصلينو د وړتیاوو د لوړولو په موخه د TTM ،CTM او نورو ماشینونو څخه په استفادي سره د فولادو اړوند بېلابېل ګټور ټسټونه هم اجراء شو.
د خان ســــــــــــــــــــــــــــــــټيل او مستقبل پوهنتون له مسؤولینو څخه د مننې ترڅنګ هغو ته د وطن د لازیات خدمت کولو توفیق غوښتنه د الله تعالی له درباره کوو.
مستقبل د هیواد معنوي پانګه!

