ملي راډیو ټلویزیون ته د مستقبل د محصلینو علمي سیر تر سره شو!
نېټه: ۱۴۰۳/۱/۱۲
د مستقبل پوهنتون یو شمېر محصلین د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي نور محمد ثاقب په مشرۍ د علمي سیر په موخه په کابل کې د ملي راډیو ټلویزیون مرکزي سټوډیو، ارشیف او له اړوند تخنیکي دفاترو څخه لیدنه وکړه.
د ملي راډیو ټلویزیون مشرتابه محصلینو ته تود هرکلی ووایه او دا سفرونه یې د محصلینو لپاره ډېر ګټور او مهم وګڼل، چې په همدې پار یې د مستقبل مشرتابه ستاینه وکړه.
د ملي راډیو ټلویزیون د نشراتو مسؤل ښاغلي استاد اصغر مومند او تخنیکي مسؤولینو، محصلینو سره د ملي راډیو ټلویزون د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل او دا ډول لیدنې یې د علمي او فرهنګی تجربو د شریکولو او په هېواد کې د ولسي ډاډ رامنځته کېدو لپاره ډېر ګټور وباله.
مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسه د ټولنې د پرمختګ، سوکالۍ او نېکمرغۍ لپاره ژمنه ده چې، په راتلونکې کې به هم خپلو محصلینو لپاره بېلابېلې برنامې او علمي سیرونه برابروي.
په درنښت
د نشراتو مدیریت