د ۱۴۰۳ لمریز کال پسرلني سمستر لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شوه!



د ۱۴۰۳ لمریز کال پسرلني سمستر لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شوه!

عکس صفحه

د ۱۴۰۳ لمریز کال پسرلني سمستر لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شوه!

جمعه، ۴/۱۲/۱۴۰۲

مستقبل پوهنتون د ۱۴۰۳ لمریز کال پسرلني سمستر لپاره عمومي او اختصاصي کانکور ازموینه د لوړو زده کړو وزارت په استازیتوب د ازموينې د څارنې او ارزونې لپاره مؤظف هیئت استازو په حضور کې واخيستل شوه.

د مستقبل پوهنتون رئیس پوهندوی دوکتور شفیق الله امین ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا پرمهال له ګډونوالو مننه وکړه چې پر مستقبل يې باور کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې محصل محوره او با کیفیته زده کړې ورته لومړیتوب لري او د زده کړیالانو بشپړ حقوق به ورته ورکوي.

د یادې ازموینې د بشپړ شفافیت په موخه د لوړو زده کړو وزارت او امنیتي ادارو په استازیتوب د راغلي هیئت او مستقبل پوهنتون مسئولينو له خوا د ازموینې د څو تنو ګډونوالو په شتون کې مهرلاک شوي صندوقونه خلاص او پوښتنپاڼې ګډونوالو ته توزیع شوې؛ چې ازموينه د پلان مطابق په ټاکلي وخت پای ته ورسېده.

بریالي ګډونوال به د ترلاسه شویو نمرو په اساس په شرعیاتو، حقوق او سیاسي علومو او انجنیري پوهنځیو کې د لیسانس په کچه لوړو زده کړو ته جذب شي.

د مستقبل پوهنتون د عامه اړیکو او نشراتو آمریت

آخرین خبرها :

آخرین نشریات :