شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ !
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
روژه مو نېکمرغه!
د مستقبل پوهنتون رهبري هیئت، د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د افغانستان متدین او مجاهد ولس ته مبارکي وايي.
په حقیقت کې، روژه د رحمتونو، بخښنې او له اور څخه د خلاصون میاشت ده؛ الله تعالی دې موږ تاسو ته په دې مبارکه میاشت کې د نیکو اعمالو توفیق راکړي.
د فرهنګي او نشراتو کمېټې له خوا

