د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د مبارکۍ پیغام!
بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ
(تَقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَمِنْكُمْ، صَالِحَ الْأَعْمَالِ)
درنو هېواد والو!
السّلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه او رهبري هیئت د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت خپل د مبارکۍ مراتب د لوړو زده کړو وزارت درنې رهبري او منسوبینو، د ولایت قدرمنې رهبرۍ او د ولایتي ادارو قدرمنو رئیس صاحبانو او همکارانو، په پوهنتونونو کې قدرمنو استاذانو او کارکونکو، ددې علمي بنسټ ښاغلو استاذانو، اداري کارکونکو، ګلونو محصلینو، دوستانو، ملګرو، ستاسو پتمنو کورنیو، په ځانګړې ډول د افغانستان با عزته او کړېدلي ولس او په ټوله کې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته وړاندې کوي، اختر مو مبارک شه، هره ورځ مو اختر او اختر مو بختور، له خوښیو او خوشحالیو ډک اختر ولرئ.
الله جلّ جلاله دې د مسلمانانو دعاوې، نفلي صدقې، او کړي عبادات په خپل سپڅلي دربار کې قبول، مقبول او منظور وګرځوي. سپېڅلې رب دې مرحومینو ته مغفرت او ناروغانو ته عاجله او کامله شفا ورنصیب کړي.
دا چې په ګران هېواد کې د غیرتي او مجاهد ولس اتحاد، اتفاق، پرمختګ او د تلپاتې سولې راتګ د هر هیواد وال د زړه هیله او آرزو ده، نو څښتن تعالی دې دا اختر په ټولې اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول په ګران هېواد افغانستان کې د سرتاسري سولې د ټینګښت، ورورولۍ او سوکالۍ سبب وګرځوي.
د یوه اباد، پرمختللي، متعهد او اسلامي افغانستان په هیله!
په درنښت
د مستقبل پوهنتون مشرتابه پلاوی.

