په بغلان کې د وروستیو سیلابونو د ځاني او مالي زیانونو په هکله د مستقبل پوهنتون مشرتابه د خواشینۍ پیغام!



په بغلان کې د وروستیو سیلابونو د ځاني او مالي زیانونو په هکله د مستقبل پوهنتون مشرتابه د خواشینۍ پیغام!

عکس صفحه

په بغلان کې د وروستیو سیلابونو د ځاني او مالي زیانونو په هکله د

مستقبل پوهنتون مشرتابه د خواشینۍ پیغام!

په ډېرې خواشینۍ سره، چې د جمعې په ورځ د ګران وطن افغانستان په بغلان، بدخشان او غور ولایتونو کې له سختو اورښتونو وروسته خونړي سیلابونه راووتل، چې ډېر کلي یې لاندې کړل.

له بده مرغه په دې سیلابونو کې له سلو زیات هېوادوال شهیدان، نادرکه او ټپیان دي. همدارنګه یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

د مستقبل پوهنتون، د ادارې مشرتابه پلاوی او ټول همکاران دې پیښې غمجن کړي، د قربانیانو له کورنۍ سره په دې درانه غم کې ځانونه شریک ګڼي. شهیدانو ته د خالق لایزال څخه، د فردوس جنت، دعاء، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا او کورنیو ته د جمیل صبر او عظیم اجر غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې په ټولو هېوادوالو او خارجي مؤسسو، د مرستې او همکارۍ غږ کوي؛ چې د سیلاب ځپلو سره خپلې مرستې ونه سپموي او په دې سخت حالت کې د خپلو قرباني شویو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.

رب العالمین دې ګران هېواد له باقي آفتونوڅخه په امان کې لري.

په درنښت

د مستقبل پوهنتون نشراتو مدیریت

آخرین خبرها :

آخرین نشریات :