ځوانانوته د لوړو زده کړو زمینه برابرولو په موخه، د متقابلو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه!
د مستقبل پوهنتون، اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند ځوانانو چارو معینیت ترمنځ د متقابلو همکاریو د ترسراوي په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.
هوکړه لیک د مستقبل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلی نجیب الله نصرت او د اطلاعات او کلتور وزارت معین ښاغلی قاري محمّد یونس راشد له لوري لاسلیک شو، چې له مخې به یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا مستقبل پوهنتون ته معرفي کېدونکو محصلانو ته په میاشتني/ سمستروار فیس کې ځانګړی تخفیف په ټولو پوهنځیو کې ورکول کېږي.
د هوکړې پر بنسټ، د ګران هېواد هغه متعهد او وفادار بچیان چې په خصوصي پوهنتون کې د زده کړو لیوالتیا لري، خو د اقتصادي ستونزو له کبله نه شي کولای چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي د یو ځانګړي تخفیف په بنسټ چې له یاد معینیت نه مستقبل پوهنتون ته ور وپېژندل شي؛ منل کېږي.
مستقبل پوهنتون د چارو ښه ترسراوي په موخه له ګڼو ملي او نړیوالو ادارو سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، څو له دې لارې ټولنې ته لا زیات خیر ورسېږي او په ځانګړي ډول د هېواد ځوان قشر ته د زده کړو غوره فرصت برابر شي.
د مستقبل پوهنتون د عامه اړیکو او نشراتو آمریت

