د پسرلني سمستر لپاره متفرقه کانکور ازموینه واخیستل شوه!



د پسرلني سمستر لپاره متفرقه کانکور ازموینه واخیستل شوه!

عکس صفحه

د پسرلني سمستر لپاره متفرقه کانکور ازموینه واخیستل شوه!

جمعه، ۱۸ / حوت / ۱۴۰۲

د مستقبل پوهنتون درې ګونو پوهنځیو (شرعیات، انجنیري، حقوق او سیاسي علومو) لپاره د ۱۴۰۳ لمریز کال پسرلني سمستر متفرقه کانکور ازموینه واخیستل شوه.

د ازموینې له پیل کېدو وړاندې د محصلانو چارو مرستیال نجیب الله نصرت د کانکور ازموینې پروسه ټولو نوماندانو ته تشریح کړه، هغوی ته یې د بریالیتوب هیله وکړه او ډاډ یې ورکړ چې کانکور ازموینه به د ازموینو ملي ادارې د کړنلارې او ټولو اصولو سره سم په شفاف ډول واخیستل شي او بریالي ګډونوال به په بېلا بېلو پوهنځیو کې جذب شي.

د ۱۴۰۳ لمریز کال پسرلني سمستر متفرقه کانکور ازموینه د مستقبل پوهنتون رهبري پلاوي او د لوړو زده کړو وزارت په استازیتوب له کابل پوهنتون څخه راغلي هیئت او د څو تنو ګډونوالو په شتون کې له مُهرلاک شوي بکس څخه پوښتنپاڼې راووېستل شوې او د ازموینو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت له خوا د ټاکل شوي طرزالعمل مطابق ازموینه پیل شوه.

یاد هیئت د مستقبل پوهنتون د رئیس پوهندوی دوکتور شفیق الله امین او د محصلانو چارو د مرستیال په ملتیا د ازموینې له صحنو څخه لیدنه او نظارت وکړ او ټولو ګډونوالو ته یې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د متفرقه کانکور ازموینې پایلې به ډېر ژر اعلان شي.

د عامه اړیکو او نشراتو مدیریت

آخرین خبرها :

آخرین نشریات :