مستقبل پوهنتون د علمي مجلې جواز ترلاسه کړ!



مستقبل پوهنتون د علمي مجلې جواز ترلاسه کړ!

عکس صفحه

مستقبل پوهنتون د علمي مجلې جواز ترلاسه کړ!

 

مستقبل  پوهنتون د خپلو علمي- تحصیلي لاسته راوړنو په لړۍ کې د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه د (مستقبل علمي او څېړنیزې مجلې) د نشر رسمي جواز تر لاسه کړ.

د خصوصي لوړو زده کړو یو بنسټ لپاره د نشراتي ارګان د لرلو اهمیت په درک کولو سره  مستقبل پوهنتون د لومړي ورځې څخه، تر دې دمه  نه ستړي کېدونکې هلې ځلې  کولې چې  بالاخره د حوت  د میاشتې په ۱۶ نېټه د څېړنې  ،تالیف او ژباړې  ریاست محترم رئیس د کتور حمید الله مزمل لخوا دمستقبل پوهنتون  محترم رئیس دکتور شفیق الله امین  ته دمستقبل علمي مجلې  دفعالیت جواز ورکړل شو .

 د مستقبل پوهنتون رهبرۍ هئیت  له دغه علمي  اقدام څخه د زړه له تله مننه او قدرداني کوي او ژمنه کوي، چې إن شاءالله د دې پوهنتون علمي او اداري کادرونه به د مجلې په معیاري کولو کې د هېڅ نوعه سعي او تلاش څخه درېغ ونه کړي .

 

د دې ارمان د تحقق په هیله!

دنشراتو مدیریت

آخرین خبرها :

آخرین نشریات :