!د ښوونکي نړیواله ورځ په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه



!د ښوونکي نړیواله ورځ په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه

عکس صفحه

د ښوونکي نړیواله ورځ په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه!

چې عالم شي نو معلم شي

چې استاد شي د نړۍ په ولسونو کې به یاد شي

لکه ستوری به ځلیږي تاریخو کې

چې خادم د خپل ولس او د هېواد شي

مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې له لوري د ښوونکي نړیواله ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

یاده نمانځغونډه، د مؤسسې د فرهنګي کمېټې په نوښت جوړه شوې وه، چې د مؤسسې د رهبرۍ غړو، استاذانو، او زده کړیالانو په کې ګډون کړی وو. غونډه د قاري صاحب مسیح الله له لوري د قرآن عظیم الشان مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د غونډې پرانېستې وینا پر مهال د یاد مؤسسې علمي مرستیال ښاغلی نجیب الله نصرت زیاته کړه، چې ښوونکي په حقیقت کې د ټولنې معماران دي او په مسلکي، فکري او دیني برخه کې د هېواد د ځوانانو روزنه کوي او ټولنې ته د چوپړ تیا په موخه مسلکي، ژمن، په ملي او اسلامي روحیه سمبال ځوانان وړاندې کوي.

ښاغلي معاون صاحب زیاته کړه، چې په اسلام کې د معلمینو مسؤلیت ډېر زیات دي او دوی باید په دې برخه کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي او ددې جنګ ځپلې ملت ته په صداقت او متانت سره خدمت وکړي. او د ټولنې پرمختګ هم دې پورې منحصر دی چې معلمینو ته په هر وخت کې او په هر ځای کې درناوی او احترام وکړي.

ور پسې د محصلانو له لوري د ښوونکو په پار جوړې شوې مقالې، ترنم او شعرونه وړاندې شول، چې د ګډونوالو د پاملرنې وړ وګرځېد.

هېره دې نه وي چې هر کال د میزان ۱۳ مه د ښوونکي د نړیوالې ورځي سره برابره ده او د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې نمانځل کېږي!

یاده غونډه د شرعیاتو پوهنځی رئیس ښاغلی ګل احمد صافي له لوري د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسېده.

مستقبل لوړو زده کړو مؤسسه، ستاسو د ځلانده راتلونکې په لور!

فرهنګي او نشراتو کمېټه

آخرین خبرها :

آخرین نشریات :