ملي راډیو ټلوېزیون ته د محصلینو علمي سیر



ملي راډیو ټلوېزیون ته د محصلینو علمي سیر

عکس صفحه

ملي راډیو ټلوېزیون ته د محصلینو علمي سیر

د روان کال د غبرګولي په ۱۷ مه نېټه د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې یو شمیر محصلین د یوه علمي سیر په موخه د پوهنځيو درئیسانو په ملتیا د ملي راډیو ټلوېزیون کابل مرکزي سټوډیو نه لیدنه وکړه. ، د ملي راډیو ټلوېزیون مشرتابه محصلینو ته تود هر کلی و وایه .

محصلینو د ملي راډیو ټلوېزیون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.د ملي راډیو ټلوېزیون مشرتابه دا سفرونه د محصلینو لپاره ډیر ګټور او مهم و ارزول چې په همدې پار یې د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې ستاینه وکړه.

دنشراتو مسؤول ښاغلي استاد اصغر مومند او تخنیکي مسؤلینو، محصلینو سره د ملي راډیو ټلوېزیون دفعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل او د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې د محصلینو ليدنه یې د علمي اوفرهنګي تجربو د شریکولو او په هېواد کې د ولسي ډاډ رامنځته کېدو لپاره ډير ګټور وباله او مننه یې وکړه.

مستقبل لوړو زده کړو مؤسسه د ټولنې د پرمختګ، سوکالتیا او نیکمرغۍ لپاره ژمنه ده او په راتلونکې کې به هم د خپلو محصلینو لپاره بیلابیلې برنامې او علمي سیرونه ترتيب کړي.

فرهنګي کمېټه

آخرین خبرها :

آخرین نشریات :