ملي موزیم ته د محصلینو علمي سیر
د روان کال د جوزا میاشتې په 31 مه نېټه د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې د شرعِاتو ، حقوقو او سیاسي علومو او انجنیرۍ پوهنځیو محصلینو ملي موزیم ته علمي سیر ترسره کړه.
محصلینو د ملي موزیم له بيلابيلو برخو څخه تفصیلي لیدنه وکړه، ملي موزیم کې یو مسئوول تن محترم عبد الباري نیازي محصلینو سره د ملي موزیم دفعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل او محصلین یې په ټولو مهمو برخووګرځول او د هر اثر په هکله یې پوره توضیحات او معلومات ور کړل.
نوموړي د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې د محصلینو ليدنه د علمي او فرهنګي تجربو د شریکولو او په هېواد کې د ولسي ډاډ رامنځته کېدو لپاره ډيره ګټوره وباله او مننه یې وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې داسې علمي سیرونو ته دي لا وده ورکړل شي ترڅو محصلین د خپل وطن د آثارو او تاریخي توکو چې خورا قدامت لري باخبره شي...
مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسه د ټولنې د پرمختګ، سوکالتیا او نیکمرغۍ او د خپلو محصلینو د علم او پوهي کچه لوړولو لپاره ژمنه ده او په راتلونکې کې به هم د خپلو محصلینو لپاره بیلا بیلې برنامې او علمي سیرونه ترتيب کړي.
فرهنګي کمېټه

