د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې په تالار کې د ۱۴۰۲ کال د فراغت غونډه ترسره شوه



د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې په تالار کې د ۱۴۰۲ کال د فراغت غونډه ترسره شوه

عکس صفحه

د مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې په تالار کې د ۱۴۰۲ کال د فراغت غونډه ترسره شوه

سه شنبه، ۳/ اسد /۱۴۰۲ه ش

مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې په دولسمه دوره کې له حقوقو او سياسي علومو، شرعیات او انجنیري پوهنځيو څخه په زیات تعداد مسلکي کادرونه د يوې سترې غونډې په ترڅ کې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.

د فراغت په دې لوی جشن کې، د دې مؤسسې عمومي رئیس پوهندوی دوکتور شفیق الله امین، علمي چارو مرستیال استاذ نجیب الله نصرت، د دفاع وزارت استازی ښاغلی مولوي محمد اسحاق نظامي، د دولسمې حوزې آمر ښاغلی قاري عصمت الله عاصم، ، په کابل ولایت کې د بېلابېلو ادارو استازو، پوهنځيو رئيسانو، استاذانو، اداري کار کوونکو او د فارغو محصلانو د کورنيو غړو ګډون کړی وو.

غونډه د قرآنکريم په تلاوت سره د قاري وحیدالله لخوا پیل او وروسته مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې رئيس پوهندوی دوکتور شفیق الله امین ټولو راغلو ميلمنو ته هرکلی او ښه راغلاست ووايه او د رهبرۍ شوری د مشر الحاج میر افغان صافی پیغام یې وړاندې کړ، د علم او زده کړو په اړتيا او ارزښت يې هر اړخېزه رڼا واچوله؛ او واضح یې کړه! مستقبل د ګران هېواد د آبادۍ او ترقۍ لپاره د تېرو لسو کلونو راپديخوا په تعلیمي ډګر کې د خپل مظلوم ولس د خدمت په چوپړ کې ده؛ چې تر دې دمه يې زرګونه تنه محصلان (وروڼه او خويندې) په اساسي او معياري لوړو زده کړو سمبال کړي او ټولنې ته یې د سالم خدمت په موخه وړاندې کړي دي او په ډېر اخلاص سره تعهد لري چې خپله د خدمت ساحه په علمي او روزنیز ډګر کې نوره هم پراخه او پياوړي کړي.

همدارنګه یې داسلامي امارت د تېر دوو کلونو لاسته راوړنې او د راتلونکې لپاره چې د حکومت مشرتابه باید ولس ته په تعلیمي او تحصیلي ډګر کې کومو کارونو ته اولویت ورکړي، هم خبرې وکړې.

غونډه کې د فارغو محصلانو په استازولۍ د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي فارغ مغفرالله هم خبرې وکړې او مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې بنسټګر، رهبرۍ او خپلو استاذانو څخه له دې امله مننه وکړه، چې دوي ته يې د معياري او مسلکي لوړو زده کړو زمينه برابره کړې وه، هغه د محصلانو په استازيتوب ژمنه وکړه، چې هېواد، مسلک او ټولنې ته به ژمن پاتې کېږي او خپل ولس ته به په ريښتني توګه خدمت کوي.

د یادونې وړ ده چې په یاده فراغت غونډه کې فارغانو ته د فراغت تصدیقونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول اودغه پرتمینه غونډه د استاذ عبدالرحمن عادل په اختتامیه وینا او دعاء سره پای ته ورسېده.

د عامه اړیکو او نشراتو مدیریت لخوا

آخرین خبرها :

آخرین نشریات :