د مستقبل پوهنتون انجنیرۍ پوهنځي لخوا د ښوونځي زده کوونکو د ظرفیتونو لوړولو په موخه د جوړې شوې برنامې لنډ راپور
دا چې علم د یوې ټولنې د نېکمرغېو سرچینه ده پر همدې بنیاد ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه مسؤلیت لري چې د ټولنې د پرمختګ او هر اړخیزې رفاه په موخه د علم خپرولو په برخه کې خپل ټول امکانات په کار واچوي.
مستقبل پوهنتون؛ د کیفیت د تضمین دوهم معیار ته په پام د انجینرۍ پوهنځي په مرسته له دولسمې تعلیمي حوزې سره په بشپړه همغږۍ د هېواد بچیانو د وړتیاؤ لوړولو په منظور له خپلو شتو امکاناتو څخه په ګټه اخیستنه يې یوه جامع علمي برنامه چې د ۱۴۰۲ هـ ش کال د میزان میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پیل او د عقرب د میاشتې تر پنځلسمې نېټې ئې دوام وکړ، پر لار اچولې وه، چې د ښوونځيو د بېلابېلو ټولګېو زده کوونکو ته پکې د ساینسي علومو په اړه د ګټورو معلوماتو د وړاندې کولو تر څنګ د علمي تجربو ترسره کول هم شتون درلود. چې یاده ګټوره علمي برنامه د لاندې موخو لپاره ترسره شوه:

