د مستقبل پوهنتون ممتاز محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول



د مستقبل پوهنتون ممتاز محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول

عکس صفحه

د مستقبل پوهنتون ممتاز محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

د 1402 کال ، د عقرب میاشتې په (6) مه نېټه د مستقبل پوهنتون د خپلو اړوندو پوهنځیو 50 تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر په ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د خپل پوهنځي د ممتاز محصل مقام خپل کړی ؤ، د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د ادارې له خوا وستایل شول.

په همدې مناسبت د پوهنتون د فرهنګي کمېټې په نوښت د محصلینو د تشویق په موخه د پوهنتون د غونډو په تالار کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون مشرتابه د پوهنځیو مسؤلینو، استاذانو، او محصلينو په کې برخه لرله.

غونډه دقران کریم دڅو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه ،د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د مستقبل پوهنتون رئیس پوهندوی دوکتور شفیق الله امین د نېکو اخلاقو، د هېواد د ابادۍ او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د تعلیماتو او لارښوونو په ارزښت خبرې وکړې او محصلينو ته يې ددې ستر وياړ له امله، چې د پوهنځيو د ممتازو محصلينو مقام يې خپل کړى، مبارکي وويله.

نوموړي وویل: د پوهنتون اداره او استاذان هڅه کوي، چې محصلینو ته د تدریس او عملي زده کړو ښې او معیاري اسانتیاوې رامنځته کړي، چې له نېکه مرغه د همدې هلو ځلو پایله ده، چې زمونږ محصلین د پوهنتون دننه او بهر ښې لاسته راوړنې لرلي او په ګڼو سیالیو او ازموینو کې ځلېدلي دي.

د مستقبل پوهنتون د محصلینو په استازیتوب د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصل شاهین اکبري هم ددې غونډې ویناوال و، چې ممتازو محصلینو ته پر مبارکۍ سربېره یې د مستقبل پوهنتون له ادارې څخه مننه وکړه چې یو مناسب درسي چاپیریال یې خپلو محصلینو ته برابرکړی دی.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون د مسؤلینو له خوا د پوهنځیو (50) تنو ممتازو محصلینو ته برابر شوي ستاینلیکونه ورکړل شول، غونډه د دعائیه په ویلو سره پای ته ورسېد.

د مستقبل پوهنتون د نشراتو مدیریت

آخرین خبرها :

آخرین نشریات :