د بهرنیوچارو وزارت ته د مستقبل پوهنتون د محصلینو علمي سیر
مستقبل پوهنتون محصلین د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې ، کاري چاپیریال سره بلدتیا او عملي زده کړو په موخه د علمي سیرونو په لړ کې د ۱۴۰۲ ه ش کال د لړم د میاشتی په( ۹) نېټه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ادارې او ډیپلوماسۍ څانګې محصلین بهرنیو چارو وزارت ته یو علمي سیر درلودو .
محصلینو د ډیپلوماسۍ انسټيټیوټ په لارښونه وکولای شول چې د یاد وزارت د بېلا بېلو ادارو د لیدنې ترڅنګ د مسؤولینو سره د مسلکي کړنو په اړه تفصیلی بحثونه وکړي. وروسته د مستقبل پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځي د ادارې او ډیپلوماسۍ ډیپارټمنټ آمر ښاغلي ستوری رودوال د مستقبل پوهنتون په استازیتوب د بهرنیوچارو وزارت د ډيپلوماسۍ انسټيټيوټ څخه مننه وکړه ،او د ورته پروګرامونو د د دوام غوښتونکی شو، په اخره کی د ډيپلوماسۍ انسټیټوټ محترم رئیس مفتي نورالله (عزام) د مستقبل پوهنتون د رهبرۍ څخه مننه وکړه، چی د هیواد دراتلونکې نسل په مسلکیتوب کی هڅې کوي، همدارنګه یې دمستقبل پوهنتون ادارې ته په راتلونکی کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ .
دنشراتو مدیریت

