د ننګرهار پوهنتون او مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ګډو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو



د ننګرهار پوهنتون او مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ګډو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

عکس صفحه

د ننګرهار پوهنتون او  مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې  ترمنځ

د ګډو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

 

د 1402 ه ش کال د سنبلې دمیاشتې په (23) مه نېټه د ننګرهار پوهنتون او مستقبل لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ګډو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو, ياد هوکړه  لیک  د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دکتور خلیل احمد بهسودوال او د مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس دکتور شفیق الله امین له لخوا  لاسلیک شو .

دننګرهار پوهنتون رئیس دمستقبل دلوړو زده کړومؤسسې څخه راغلي پلاوي ته دهرکلي ویلو ترڅنګ دټولو دولتي او خصوصي تحصیلی بنسټونو د اړیکو په ارزښت خبرې وکړي او څرګنده یې کړه چې ننګرهار پوهنتون په علمي ډګر کې  هر ډول مرستې کولو ته ژمن دی ، په ځانګړي ډول دتضمین کیفیت او دعلمي کادر دجذب دمراحلو په ترسره کولو کې .

دمستقبل دلوړو زدکړو مؤسسې رئیس دننګرهار پوهنتون درئیس او ټیم څخه دمننې ترڅنګ  ننګرهار پوهنتون د هېواد په سطحه دویم ستر علمي بنسټ یاد کړ ،  چې تل یې دهېواد په علمي ډګر کې په علم سمبال انسانان خپلې ټولنې ته دخدمت لپاره وړاندې کړي دي ، نوموړي د ننګرهار پوهنتون او  مستقبل دلوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ګډو علمي همکاریو هوکړه لیک څخه خوښي څرګنده ، او دایې د یو نوې فصل دپرانیستو پیلامه یاده کړه

په نوموړي مجلس کې د ننګرهار پوهنتون مالي او اداري مرستیال پوهنیار قاضی خالد صداقت ،د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار سید محمد قاسم هاشمي او د مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې دعلمي چارو مرستیال استاد نجیب الله نصرت هم ګډون کړي و.

 

 

 دمستقبل د فرهنګي کمېټې لخوا

 

آخرین خبرها :

آخرین نشریات :