علمي پرمختګ

عکس صفحه

علمي پرمختګ
مستقبل پوهنتون د علمي پرمختیا په برخه کې دا ځل وکولای شول چې د پوهنتونونو د نړیوالې اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړي!!!
مستقبل پوهنتون وکولای شول چې د پوهنتونونو په نړیواله اتحادیه کې چې اصلي مقر یې د ترکیې هیواد په استنبول ښار کې دی عضویت ترلاسه کړي،د مستقبل پوهنتون رئیس پوهندوی دوکتور شفیق الله"امین" او د اُمنا مجلس غړي دوکتورحیات الله "عتید" په ۲۰۲۱م کال د جولای میاشتې په اوومه نېټه په ترکیه کې د پوهنتونو نړیوالې اتحادیې د رئیس پروفیسور دکتور محمد خیر الغباني سره په لیدنې کې مستقبل پوهنتون ته د اتحادیې عضویت ورکولو پرېکړه وشوه او د پوهنتون رئیس ته یې په اتحادیه کې اکاډمیک غړیتوب ورکړ.
 نوموړې اتحادیه چې په نړیواله سطحه د پوهنتونونو ترمنځ د هماهنګۍ دنده لري، لدې وروسته به مستقبل پوهنتون په نړیواله سطحه د نورو پوهنتونونو سره هماهنګ کړي.

آخرین خبرها :

آخرین نشریات :