مستقبل د لوړوزده کړو موسسې رئیس پوهندوی دکتورشفیق الله "امین" (پانګونه اوباثباته پراختیا کې د تحصیلي بنسټونو رول ) ترعنوان لاندې څلور ورځني نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ!!!
یاد کنفرانس چې دترکیې هېواد "دایالووا" په ښارکې ترسره شو د افغانستان داسلامی جمهوریت د لوړوزده کړو وزیر او ورسره پلاوي په ملتیا کې د مستقبل لوړو زده کړوموسسې رئیس هم حضور درلود.
د کنفرانس په ترڅ کې د مستقبل لوړو زده کړو موسسې رئیس د لوړوزده کړو وزیرصاحب په حضور کې د اسلامي هېوادونو د نړیوالو پوهنتونونو اتحادیې مسؤولینو سره د ګډو همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړل .
د یادو تفاهم لیکونو پر بنسټ به د نړۍ له بیلابیلو پوهنتونونو سره د ګډو همکاریو اړیکې جوړې شي چې موخه به یې د مستقبل لوړوزده کړو موسسی د استادانو او محصلینو لپاره اکاډمیک فرصتونه برابرول وي.
د یادولو وړ ده چې د کنفـــــــــرانس په څنډوکې د مستقبل لوړوزده کــــــــــــــړوموسسې رئیس پوهندوی دکتور
شفیق الله "امین" د اسلامی هېوادونو اتحادیې رئیس ښاغلي دکتورمحمدخیر الغبانی سره ولیدل او د خپلو لاسته راوړنو په هکله یې جزیات وړاندې کړل .