مستقبل پوهنتون ادارې خپل ممتاز استاذان او غوره اداري کارکوونکي وستايل!
د مستقبل پوهنتون ممتاز استاذان او غوره اداري کارکوونکي د يوې غونډې پر مهال د ادارې مشرتابه له خوا د ستاینلیکونو په ورکړې سره وستايل شول.
دغه ستاینغونډه چې د شرعیاتو پوهنځي استاذ محمّد انور طارق په خواږه غږ د قرآني د آیتونو په تلاوت پېل شوه،
ورپسې د مستقبل پوهنتون علمي چارو مرستیال استاذ نجیب الله نصرت د ښه راغلاست وینا ترڅنګ د ټولو استاذانو او او اداري کارکوونکو له زحمتونو او هڅو مننه وکړه، چې د خپلو خواریو په نتیجه کې یې د دغې ادارې وقار ساتلی او په ټولنه کې د ادارې معنوي حیثیت ته لوړوالی بخښلی.
نوموړي وويل، تر ارزونې وروسته په اداري او کادري برخو کې د درې ګونو پوهنځیو درې غوره او ټاپ علمي کادرونه او اداري کارکوونکو نومول د خپلو کلنیو فعاليتونو، وړتيا او ابتکاراتو له مخې نومول شوي دي چې نن ورځ د ادارې له لوري ستایل کیږی .
نوموړي وويل، هر استاذ او اداري کارکوونکی د دې وړ دی چې بيا بيا وستايل شي، د ده په خبره دوی په ډېرو سختو شرايطو کې د پوهنتون ملتيا وکړه او خپله ژمنتيا يې ثابته کړه.
یاده غونډه د شرعیاتو پوهنځي استاذ ښاغلی نجم الحق نجم له لوري ادارې ته د لا ډېرو بریاوو، هېواد او هېوادوالو ته د خیر په دعاء پاې ته ورسېده.
په درنښت
مستقبل، د ځلانده راتلونکې پر لور!
د عامه اړیکو او نشراتو مدیریت

