په مستقبل پوهنتون کې هغه محصلین په ستاینلیکونو ونازول شول، چې په رقابتي سیالۍ ازموینو کې یې ګډون کړي وو.



آخرین رویدادها :

مشاهده همه رویدادها

په مستقبل پوهنتون کې هغه محصلین په ستاینلیکونو ونازول شول، چې په رقابتي سیالۍ ازموینو کې یې ګډون کړي وو.

عکس صفحه

 

په مستقبل پوهنتون کې هغه محصلین په ستاینلیکونو ونازول شول، چې په رقابتي سیالۍ ازموینو کې یې ګډون کړي وو.

یاده غونډه یکشنبه، 1403 / 5/1403لمرېز کال  د پوهنتون  د فر هنګي کمېټې لخوا برابره شوې وه، په کې ددې پوهنتون رئیس ښاغلی پوهندوی دوکتور شفیق الله امین، د علمي چارو مرستیال استاذ نجیب الله نصرت، د پوهنځیو رئیسانو،  دمختلفو څانګو آمرینو استاذانو او محصلینو ګډون کړی و.

د قاري احسان الله فاروقي له لوري د قرآن کریم په څو مبارکو ایتونو سره غونډه پیل شوه.

د ورپسې د پوهنتون رئیس وینا وکړه، د ښه راغلاست  او محصلینوته د مبارکۍ ترڅنګ  دغسې غونډې د محصلینو لپاره مهمې وګڼلې او د فرهنګي کمېټې کارونه یې وستایل،او  ټینګار یې وکړ، چې محصلین باید پر خپلو وړتياوو باور وکړي. اوزیاته یې کړه چې په راتلونکي سمسترونو کې به محصلینوته زیاتي علمي سیالۍ  په لاره واچول شي،."

د غونډې په وروستۍ برخه کې ټول ممتاز محصلین په ستاینلیکونو او ځانګړو ډالیو ونازول شول.

یاده غونډه د  شرعیاتو پوهنځي استاذ ښاغلی نورالله توحیدي په اختتامیه دعا پایې ته ورسېده.

 

مستقبل د ځلانده راتلونکي پر لور!

 د عامه اړیکو او نشراتو مدیریت

 

آخرین رویدادها :